خیسور خوښ کړئTwitterFacebook

د خلیلزاد او ملا برادر د خبرو په باب نوي معلومات

 

نن اشیا وايي چي خلیلزاد د طالبانو سره تر خبرو وروسته بېرته واشنګټن ته ستون سوی دی. او په پاکستان کي ملا عبدالغني برادر او خلیلزاد «څو ځله لیده کاته کړي دي.» (نن اشیا)

د خلیلزاد او ملا عبدالغني تر مینځ په خبرو کي د بندیانو د تبادلې په اړه پرمختګ سوی دی. طالبان به ښايي دوه امریکايي پروفسوران خوشي کړي، او امریکا جمع د افغان حکومت به یوولس تنه طالب بندیان آزاد کړي. پدې بندیان کي به ښايي انس حقاني هم شامل وي. یو امریکايي پروفسور سخت ناروغه دی.(طاهر خان)

خلیلزاد تر اوسه پوري پدې برخه کي څه نه دي ویلي. د خلیلزاد آخري ټویټ د اګسټ پر ۳۱ وو.

پاکستان ته په عین زمان کي د خلیلزاد او طالب هیات سفر په هیڅ وجه تصادفي نه وو. دا سفر وروسته له هغه ترتیب سو چي ټرمپ او خلیلزاد جلا جلا د عمران خان سره په نیویارک کي ملاقات وکړ.

واحد فقیري