ترمپ له سوریې څخه د امریکايي عسکرو د راایستلو امر وکړ
ترمپ له سوریې څخه د امریکايي عسکرو د راایستلو امر وکړ
جمهورریس ټرمپ نن یو ناڅاپه په خپل ټویټر کي اعلام وکړ چي امریکايي قواووي به له سوریې څخه راوباسي. هغه لیکي،«موږ نه غواړو چي په بې پایانه جنګونو کي لتاړ پاته سو. موږ به هلته وجنګېږو چي زموږ په ګټه وي، او یوازي به د جنګونو د ګټولو لپاره و جنګېږو.»
ټرمپ لیکي دا سیمه په ترکیې، اروپا، ایران، عراق، سوریې، کردانو، او روسیې پوري اړه لري. امریکا لدې ځایه ۷۰۰۰ میله لیري پرته ده. «که چیري داعش بیا موږ ته رانژدې سي، موږ به يې پوپنا کړو.»
واحد فقیري