امریکا په افغانستان کي هوايي بمباریو ته کش ورکړی دی

واحد فقیري
د امریکا قوايي قوه وايي چي د سپټمبر په میاشت کي يې په افغانستان کي ۹۴۸ بمونه اچولي دي. او د اګسټ په میاشت يې ۷۸۳ بمونه اورولي ول. مانا د سپټمبر په میاشت کي امریکا هره ورځ حد وسط څه د پاسه ۳۱ بمونه اچولي ول.
د امریکا د دفاع وزیر، مارک یسپیر، تاییدوي چي امریکا په افغانستان کي خپل نظامي عملیات زیات کړي دي.
جمهورریس ټرمپ د امریکا فوج ته د قهرییه قوې د کارولو عام و تام اختیارات ورکړي دي.
د امریکا خارجه وزیر مایک پامپیو د سپټمبر په میاشت کي ویلي ول چي امریکا په ۱۰ ورځو کي یې څه د پاسه زر تنه طالبان وژلي دي. او اشرف غني ټینګار کاوه چي ۲۰۰۰ طالبان يې وژلي دي. (میلیټري ټایمز)