خیسور خوښ کړئTwitterFacebook

ملګري ملتونه: په افغانستان کي د امریکا بمباري د بین المللي بشري قانون خلاف دي

واحد فقیري

د ملګرو ملتونو رپوټ وايي چي د مې په میاشت کي د فراه او نیمروز په ولایتونو کي د امریکا هغه بمباري غیر قانوني وه چي د ۱۴ ماشومانو په شمول لږ تر لږه ۴۰ تنه ملکي کسان په کښې وژل سوي ول.

ملګري ملتونه وايي د طالبانو د مخدره موادو پر مشکوکي فابریکې باندي د امریکا بمباري د بین المللي بشري قوانینو څخه سر غړونه وه. ځکه قتل سوي کسان ټول غیر محارب ول.

د ملګرو ملتونو د نن (چهارشبنې) رپوټ وايي امریکا د مې پر ۵ مه د فراه او نیمروز په ولایتونو کي څه د پاسه (۶۰) ځایونه بمباري کړي ول.‌ ملګري ملتونه وايي پدې بمباریو کي د ۴۰ وژل سویو کسانو تر څنګ لږ تر لږ ۳۷ ماشومان او ښځي زخمي هم سوي ول.

ملګري ملتونه وايي چي پدې فابریکو کي کارګران محارب کسان نه ول.

د امریکا هوايي قوه د ملګرو ملتونو رپوټ ردوي.(رویټرز)