خیسور خوښ کړئTwitterFacebook

امریکايی متقاعد ډګروال: موږ باید له افغانستانه ډېر پخوا لا راوتلي وای

متقاعد ډګروال، ګېري ګریش، د اکټوبر پر ۱۰ په وال سټریټ ژورنال کي لیکي:

ما فکر کاوه چي د ویتنام جنګ موږ ته دا را زده کړل چي بیا هیڅکله په بې انجامه او بې پایانه په خارجي جنګونو کي ځان لتاړ نه کړو— په تېره بیا په داسي ملکونو کي چي زموږ څخه زیاته فاصله لري، او کلتور او عنعنات يې زموږ سره پوره توپیر لري.

ما په ویتنام کي جنګ کړی دی. او هله د امریکا په فوج کي یو ځوان افسر وم.

افغانستان د مختلفو کلتورونو او قبایلو کور دی. زما عقیده دا ده که چیري اوس په امریکا کي عسکري جبري وای، د افغانستان د جنګ پر ضد به د امریکا په ښارونو کي پراخي مظاهرې او اعتراضونه کېدلای.

مګر اوس د امریکا شتمنه او ایلیټه طبقه د عسکرۍ له خدمته خلاص ده، او د امریکا د غریبي او د مینځنۍ طبقې زامن او لوڼي د عسکرۍ خدمت ته ور دانګي.

اوس، موږ د دې غریبو خلګو قرباني داسي توجیه کوو،«هغوی په خپله خوښه او رضا عسکري کوي.»

واحد فقیري