خیسور خوښ کړئTwitterFacebook

ټرمپ: موږ به له افغانستانه خپل عسکر راوباسو

جمهورریس ټرمپ پرون د امریکا د مینیاپولیس په ښار کي خپلو پلویانو ته په یوې کمپیاني وینا کي وویل:

موږ باید په افغانستان کي د لنډ وخت لپاره پاته سوي وای، خو اوس ۱۹ کاله کېږي چي موږ هلته یو. آلان د دې وخت رارسېدلی دی چي خپل عسکر بېرته خپلو کورونو ته راستانه کړو. دا یو حقیقت دی. موږ خپله وظیفه اجرا کړه، موږ ټول هغه کسان مات کړ چي باید مات کړي مو وای. خو اوس موږ هلته د پولیسو وظیفه اجرا کوو. موږ هلته جنګ نه کوو، بلکي موږ هلته د پولیسو دنده تر سره کوو.

ټرمپ دغه راز د امریکايي ټپي عسکرو په اړه وویل: کله چي زه د (والټر ریییډ) روغتون ته ولاړ سم، هلته د جنګ زخمیان ملاقات کړم، زما زړه ټوټه ټوټه سي.

واحد فقیري