پاکستان به اخر هم نوی افغانستان درک کړي
مطیع الله سحر
پاکستان د جوړېدو له ورځې د افغانستان لپاره کږې ارادې لري او هر ځل یې د افغانستان د کاواکه کولو، د حکومتونو د ړنګولو او کمزوري کولو، د پرمختګ د مخنیوي او د افغانستان د احتیاج او محتاج ساتلو هڅې کړې دي او په دې وروستیو کې چې د افغانستان غمیزه او ناورین څلوېښتو کالو ته اوږد شو، نو په دې کې تر ټولو زیات لاس د پاکستان دی.
پاکستان په افغانستان کې توندلارۍ او ترهګرۍ ته وده ورکوي، زمونږ په هیواد کې بې ګناه خلک راشهیدانوي، مکتبونه مو په بمونو الوزوي، او همدا شان نور هغه ځايونه چې په هغه کې زمونږه هیواد وال زده کړې کوي هیواد او ولس ته پرمختګ ورکوي په ارامه یې نه پرېږدي هر ډول وحشیانه بریدونه پرې تر سره کوي.
افغانستان چې د اسیا زړه هیواد دی او کله چې په زړه باندې کوم څه کېږي شا اوخوا هر څه ته پکې خطر پیدا کېږي. او که چېرته افغانستان هر څومره خرابېږي هغومره پاکستان او ورسره نور ګاونډي هیوادونه هم ورسره تاوان ويني. پاکستان دا مني چې د دې اور په تاوو کې به دوی هم وسوځي، مګر بیا هم له دغو وحشتونو، جنایتونو او د افغانستان پر وړاندې د بې مورده دښمنۍ له دریځ څخه نه اوړي.
مګر لکه څنګه چې له هرې تورې شپې پسې روڼ سبا او له هرې تیارې پسې رڼا وي، نو افغانستان به هم که خدای کول د ولسمشر غني د هلو ځلو، طرحو او برنامو له برکته دا بدې ورځې تر شا پرېږدي، سولې او ثبات ته به ورسېږي، مګر پاکستان ته به هغه مهال له پښېمانۍ او ملامتۍ مه واره نور څه نه وي ورپاتې.
ځکه همدا اوس چې افغانستان خپله سوداګريزه راکړه ورکړه ورسره کمه کړې پاکستان یې له شل ډول مشکلاتو سره مخ کړ او داسې نور زیات کارونه دي چې پاکستان یې د افغانستان له ملتیا پرته نشي کولی. د پاکستان ټول سوداګريز توکي د افغانستان له لارې نورو اروپايي هیوادونو ته صادر کېدل چې اوس افغانستان دغه لاره پرې بنده کړې ده او که چېرته دوی له خپلو ورانکاریو څخه لاس وانخلي نه به دوی ته په دې لاره د توکو صادرولو اجازه ورکړل شي او افغانستان به هم ورسره هر ډول راکړه ورکړه بېخي له مینځه یوسي. چې هغه وخت بیا پاکستان هېڅ کومه لاره نه لري چې تجارت پرې وکړي. پاکستان بیا مجبوره ده چې له افغانستان د ټولو کړنو بښنه وغواړي او هغه څه ومني کوم څه چې ورته افغانان وايي.
افغانان چې د لویې حوصلې خاوندان دي تل یې په هر څه کې حوصله کړې ده او د همدې حوصلې له برکته تل بریالی شوي هم دي. له څلوېښت کاله جنګ وروسته چې د ولسمشر غني په پاملرنه او برنامو افغانستان یو ځل بیا خپل تېر موقعیت او عظمت ته ورستنېږي او د اسیا او سیمې په څلور لاره د بدلېدو په حال کې دی، نو پاکستان هڅې پیل کړې دي چې له افغانستان سره خپلې اړیکې نورمال کړي. مګر د پاکستان په دغه نیت او اراده هیڅ باور نشي کېدلی، تر هغو یې چې په عمل کې ثابته نه کړي چې دوی واقعا بدل شوي دي او په خپلو تېرو کړنو پښېمانه دي.