واحد فقیري
د امریکا معتبر اخبار وال سټریټ ژورنال د اکټوبر پر ۱۳ لیکي چي امریکايي او طالب چارواکي لګیا دي چي د سولي خبري بېرته پیل کاندي.
اخبار لیکي چي زلمي خلیلزاد د سپټمبر په میاشت کي د بین المللي دپلوماتانو سره پدې اړه په نیویارک او نورو ښارونو کي خبري کړي وې، او وروسته يې په پاکستان کي د طالب چارواکو سره هم وکتل. څو له یوې خوا د اعتماد فضا را مینځته کړي، له بلي خوا، د بنديانو د تبادلې لپاره لاره پرانزي، تر ممکن حده پوري تشدد راکم کړي، او د خبرو د بیا شروع کولو لپاره زمینه برابره کړي.
وال سټریټ ژورنال لیکي ټرمپ تېره هفته په یوه کمپیاني وینا کي وویل،«په تاریخ کي زموږ تر ټولو لویه اشتباه دا وه چي په یوه باتلاق کي راګیر سو. خو موږ به خپل عسکر راوباسو. موږ به یوه ښه موافقه تر لاسه کړو.»
وال سټریټ ژورنال لیکي د تشدد د راکمولو ماډل به د تېر اختر د ورځو اوربند وي. دغه راز، امریکایي او طالب مرکه چیانو د انس حقاني د خوشي کولو او تبادله کولو پر موضوع باندي هم بحثونه کړيدي. انس حقاني به د یو امریکا او یو اسټرالیايي پروفسور په بدل کي آزاد سي.
د بندیانو د آزادو سلسله هله پیل سوه چي طالبانو درې هندي انجینیران آزاد کړل، او آمریکایانو څو تنه طالب قومندانان او مشهور کسان له بګرام څخه خوشي کړل.
اخبار لیکي چي د امریکا خارجه وزارت پدې هکله له تبصرې کولو څخه ډډه وکړه.
د افغانستان لپاره د امریکا پخوانی خاص استازی ښاغلی ولسن وايي د ټرمپ لخوا د سولي د خبرو کېنسلول یوه بده مفکوره وه. «په افغانستان کي بنیادي شرایط نه دي بدل سوي. اوس هم یو بن بست موجود دی. نو لهذا، دواړه خواووي خبرو کولو ته اړتیا لري.»