خیسور خوښ کړئTwitterFacebook

د قانون تطبیق د وکیل سپکاوی نه، بلکې د پولیس دنده ده

اېمل پیاوړی
د وطن دفاع، ساتنه او پالنه زموږ د درېو امنیتي ارګانونو ترمنځ مشترکه او مقدسه دنده ده او له همدې امله د دغې مهمې دندې د ښه ترسهر کولو لپاره د دغو ارګانونو ترمنځ هم د دندو تفکیک، هم د دوی خپلمنځي همغږي او همکاري مهمه ده.
موږ او تاسو ولیدل پنځه کاله وړاندې چې ولسمشر غني واک ترلاسه کړ، نو زموږ امنیتي او دفاعي ځواکونه په کمزوري دریځ کې وو، چې له بده مرغه هم یې د دښمن پر وړاندې تلفات زیات وو او هم د غیر مسوولو وسله والو او زورواکانو پر وړاندې کمزوري وو، مګر ولسمشر غني د امنیتي او دفاعي ځواکونو دغه کمزوري چې لا دمخه درک کړې وه، په ښه ډول رفع کړه. دا مهال زموږ ځواکونه هم پر دښمن او هم پر غیر مسوولو وسله والو لاسبري دي او یو یې هم پر وړاندې مقاومت نشي کولی.
دا ظرفیت پخوا هم په امنیتي او دفاعي ځواکونو کې وو، مګر د دغه ظرفیت ځلولو پالنه غوښتنه او د پالنې لپاره د رهبري سیاسي او قوي اراده حتمي وه، چې له بده مرغه نه وه موجود، مګر ولسمشر غني چې هم سیاسي اراده درلوده او هم یې پیاوړی عزم درلود، نو په لږ وخت کې یې امنیتي او دفاعي ځواکونه د دې وړ کړل چې هم د دښمن او هم د غیر مسوولو وسله والو او مافیايي کړیو پر وړاندې ودرېږي.
پولیس د قانون د پلي کولو مهمه دنده لري، نو د ولسي جرګې وکیلان دې د پولیسو دغه دنده د ځان سپکاوی نه ګڼي، ځکه د قانون حکم دادی چې پر هر چا باید یو برابر تطبیق شي او وکیلان چې ځانونه د مقننه قوې غړي بولي، نو دوی خو باید لا د دغه کار ستاینه وکړي. پولیس چې د ټولنې خدمتګار دی، نو درناوی یې پر موږ ټولو لازم دی، د پولیسو ساتل او پالل، مخصوصا، د دوی د ورځنیو مشکلاتو حل  او هم د پولیسو مسلکي کېدل، د کورنیو چارو وزارت اساسي دنده ده. جمهوررئیس غني په همدې موخه د امنیتي او دفاعي ځواکونو په دندو کې تفکیک راوست. پولیس یې د جنګ پر ځای یوازې د دوی اصلي دندې ته چې د قانون تطبیق دی سوق کړل او نظم عامه او سرحدي ځواکونه یې ملي دفاع وزارت ته انتقال کړل.
جمهوررئیس غني وایي، زموږ پوځي عملیات باید په مطلقې همغږۍ مخکې لاړ شي، تر څو اردو متحرکه وي، پولیس ثبات وساتي او ملي امنیت خطرات تحلیل او د خطراتو مخنیوی وکړي.
څومره چې د ولسمشر غني د پاملرنې او ملاتړ له برکته په امنیتي او دفاعي ځواکونو کې مثبت بدلون او ښه والی راغلی دی، نو همدومره د ولس باور او ملاتړ دوی جذب کړی دی او ولس په غوڅ اکثریت د خپلو اتلانو ترڅنګ ولاړ دي.