د امنیتي او دفاعي سکتور ځوانه رهبري
مطیع الله سحر
له کومې ورځې چې د ملي امنیت شورا، ملي دفاع او کورنیو چارو وزارتونو او د ملي امنیت عمومي ریاست رهبري ځوانانو ته سپارل شوې، نو له همغه وخت راهیسې د دښمن ملا ماته شوې، د جرایمو کچه راټیټه شوې، د ځواکونو تحرک زیات شوی او دوی تر بل هر وخت په زیات عالي مورال باندې خپلې دندې ترسره کوي.
دلیل یې دادی چې ځوانان اصولو او قوانینو ته درناوی لري، دوی تر هر څه ملي او د وطن ګټې لوړې بولي. وخت او منابع بې ځایه نه ضایع کوي، په شخصي مسایلو او اختلافاتو کې ښکېل نه دي. دوی د خدمت، کار او اصلاحاتو عالي روحیه لري او د همدغې روحیې په اساس خپلې ورسپارل شوې دندې ترسره کوي.
ولسمشر محمد اشرف غني په دې ډېر ښه پوهېږي چې یو ځوان څومره وفادار او پر ژمنه ولاړ وي، ځکه خو یې په خپله تېره پنځه کلنه دوره کې د هیواد ځوانانو ته زیات کارونه وکړل. د وړتیاوو په اساس یې دوی ته مهمې دندې ورکړې. ځینې یې بهر ته د زده کړو لپاره ولېږل او نورو ته یې په هیواد کې دننه د کار او زده کړو زمینه برابره کړه. د کانکور پروسه چې پخوا به په کې د ځوانانو حقونه او استعدادونه تلف کېدل شفافه کړه.
ښاغلي غني ډېر ځوانان په دندو وګمارل او هغه توقع چې ښاغلي غني ترې درلوده له هغه یې زیات کارونه وکړل او خپل باور یې تر لاسه کړ. چې د هغو له ځوانانو څخه یو هم د ملي امنیت سلاکار ښاغلی حمدالله محیب دی چې ښاغلي غني په امر سره دغه پاکه دنده او ستر مسولیت واخيست چې اوس یې مونږه او نړۍ وال ټولو ګورو چې دی په نړۍ والو کنفرانسونو کې ګډون کوي او هلته د خپل هیواد او امنیتي ځواکونو څخه دفاع کوي. هغه بهرنیو چې افغانستان ته به ډېر په کمه سترګه کتل او کوم ارزښت به یې ورته نه ورکولو خو له کله نه چې ښاغلی غني د افغانستان ولسمشر شو دی په دې پوهېده چې ځوان کولی شي خپل هیواد له نورو هیوادونو سره برابر کړي او د خپل هیواد قدر زیات کړي.
ځوانان زموږ د وطن لویه هستي ده او که هر څومره دوی ته د کار او خدمت زیاته زمینه برابره شي، نو همدومره به د وطن او ولس په خیر وي، ځکه دا ځوان قشر د اصلاحاتو او مثبت تحول پلویان دي.