افغانستان له بد دښمن سره مخ دی
اېمل پیاوړی
له بده مرغه زموږ د خلکو په ضد روانه فاجعه هره ورځ په یوه نوې بڼه تکرارېږي، کله په ښوونځي برید، کله په واده برید، کله په روغتون برید، کله په جومات برید، کله په پوهنتون برید او کله هم په ښځو، ماشومانو او سپین ږیرو برید. مګر دا هر برید په یوه نوې بڼه تکرارېږي.
دغه هر تروریستي برید او جنایت ته په کتو چې زموږ د خلکو پر ضد ترسره کېږي داسې ښکاري چې موږ له څومره بې ننګه او بې رحمه دښمن سره مخامخ یوو، داسې دښمن چې هیڅ انساني او اسلامي ارزښت ته درناوی نه لري او هدف یې یوازې وژل، انفجار او انتحار دی.
داسې دښمن چې نه د جنګ جرئت لري او نه هم د سولې اختیار، ځکه چې په مخامخ جګړه کې مات شوی، په ښارونو او غارونو کې ننوتلی دی او فرصت څخه په استفادې په عامه ځایونو کې په ولسي خلکو بریدونه کوي او د خپلې ماتې غچ له ولس څخه اخلي. همدغه په جنګ کې مات شوي دښمن ته دولت بیا بیا د سولې بلنه ورکړه، مګر دوی د سولې اختیار هم نه لري، تېر ځل چې کله پاکستان باندې فشارونه زیات شول، نو طالبان یې دېته مجبوره کړل چې له امریکا سره د سولې مذاکراتو ته کېني، مګر له افغان دولت سره یې له خبرو منع کړي او له همدې امله یاد مذاکرات له کومې پایلې او لاسته راوړنې مه واره پایته ورسېدل.
د ملي وحدت حکومت د پيل راهیسې د سولې د راوستو لپاره ښکاره او واضح دریځ درلود او د سولې د تحقق په خاطر یې خپل عملي پلان له ملت او نړیوالو سره شریک کړ. دولت د سولې لپاره داسې پلان جوړ کړی دی چې تر دې پخوا یې په افغانستان کې سابقه نه درلوده او په دې د ټولو هېوادوالو اجماع شته. ولسمشر غني وایي، د یوې پایدارې او باعزته سولې لپاره موږ لا هم ژمن یوو او سولې ته د رسېدو لپاره به خپلو هڅو ته دوام ورکوو.
له ډېر وخت راهیسې دولت او په ځانګړي ډول ولسمشر غني دوه انتخابه د طالبانو مخې ته ایښي دی، لومړی د سولې او دویم د جنګ انتخاب دی، مګر وسله وال طالبان حتی په دغو انتخابونو کې د یوه د انتخابولو جرئت او صلاحیت هم نه لري، ځکه څه چې د پاکستان او نورو بهرنیو ملاتړ له لوري دوی ته ویل کېږي، نو مجبور دي چې همغه ومني او همغسې اقدام وکړي، تر هغو چې وسله وال طالبان سولې ته غاړه کېنږدي، نو د امنیتي او دفاعي ځواکونو له لوري به داسې وځپل شي، لکه په دې وروستیو شپږو میاشتو کې چې ځپل شوي دي.