له طالبانو څخه د روسانو ابزاري استفاده
روسان له طالبانو سره نه کوم ستراتیژیک او فکري وحدت لري او نه هم ورسره کومه خواخوږي لري، بلکې روسان غواړي چې له وسله والو طالبانو څخه یوازې د جنګي ډلې، د فشار د وسیلې او ابزارو په توګه استفاده وکړي.
روسان چې په افغانستان کې یې بده ماتې خوړلې ده، دوی دغه ماتې هم له امریکا او هم له افغانانو څخه انګېري او دا مهال چې امریکا په افغانستان کې پوځي حضور لري ، نو روسان هڅه کوي چې د خپلې شرمېدلې ماتې غچ په یو وار هم له افغانانو او هم له امریکایانو څخه واخلي او په همدې خاطر یې له وسله والو طالبانو سره لاس یو کړی دی، دوی ته پوځي او مالي مرستې هم ورکوي او هم د سیمې او نړۍ په کچه طالبانو ته لابي کوي او غواړي چې د طالبانو په اړه عامه ذهنیت چې ترور او وحشت دی بدل کړی ، مګر دا به د روسانو له وسه ځکه وتلې وي چې سیمې او نړۍ د وسه والو طالبانو وحشتونه په سترګو لیدلي او لا یې هم ننداره کوي.
روسان وخت ناوخته داسي څرګندونې ځکه کوي چې غواړي اوبه خړې کړي او ماهیان پکې ونیسی ځکه افغان ځواکونو پر روسانو کره اسناد موندلي دی چې په افغانستان کې یې طالبانو ته نظامي مشاورین ورکړي دي ، وسلې ورکوي او کندوز سره پر پوله یې په تاجکستان کې د وسلو او تجهیزاتو د ترمیم یو لوی ورکشاپ هم پرانیستی .
روسان چې پخوا یې له افغانانو څخه ماتې خوړلې وه اوس یې بیا هلي ځلي شروع کړی تر څو نورې نړۍ او عام افغانانو ته افغان ځواکونه په افغانستان کې د جګړی بایلونکي اعلان کړي او طالبان په جګړه کې ګټونکي اعلان کړي تر څو روسان افغانستان ته په طالبانو کې د پراخ نفوذ له امله راشی او د خپلې ماتې غچ واخلي، مګر ولس او نړۍ په رڼو سترګو ګوري چې قضیه برعکس ده، افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه تر بل هر وخت په جګړه کې برلاسي دي، او وسله والو طالبانو مشروعیت، مورال ، جګړه او هر څه بایللي دي .