خیسور خوښ کړئTwitterFacebook

د سوریې په څېر،‌ ټرمپ باید له عراق او افغانستانه هم را ووزي

واحد فقیري

برتانوی سیاسي مبصر، سیمون جینکینس، د اکټوبر پر ۱۴ په ګارډین کي لیکي د جمهورریس ټرمپ دا فیصله، چي له سوریې څخه امریکايي عسکر راوباسي، درسته ده. خو هغه باید له افغانستان او عراقه هم خپل عسکر راوباسي.

ښاغلی جینکینس لیکي په خارجي ملکونو کي د امریکا نظامي مداخله یوه ستره فاجعه ده. لیکوال لیکي جمهورریس اوباما هم غوښتل چي له عراق او په مجموع کي له مینځني ختیځ څخه امریکايي عسکر راوباسي، خو هغه پدې برخه کي د امریکا د جنګي ماشین له مقاومت سره مخامخ سو.

اوس ټرمپ غواړي چي له مینځني خیتځ څخه امریکايي عسکر وباسي، مګر ټرمپ دې برخه کي ضد او نقیض خبري کړي دی، او خپل هدف يې خپله مغشوش کړی دی.

جینکینس په آخر کي لیکي که چیري ټرمپ پدې وتوانېږي چي له عراق او افغانستانه امریکايي عسکر راوباسي، هغه ته باید پدې برخه کي کریډیټ ورکړل سي.