خیسور خوښ کړئTwitterFacebook

نیویارک ټایمز: د جمهوري ریاست انتخاباتو نتیجې به پر وخت اعلان نه سي

نیویارک ټایمز لیکي د انتخاباتو د کمیسیون چارواکي وايي چي د جمهوري ریاست د انتخاباتو مقدماتي نتایخ به د وعدې سره سم د اکټوبر پر ۱۹ اعلام نه سي.

انتخاباتي کمیسیون وايي چي د جعلي رایو د لیري کولو پروسه به زیات وخت وغواړي. ملګري ملتونه او غربي دپلوماتان افغان کاندیدان دېته هڅوي چي کمیسیون ته وخت ورکړي، څو هغوی خپل کارونه تکمیل کاندي.

نیویارک ټایمز لیکي چي په انتخاباتو کي قریب ۲.۷ میلونه رایي اچول سوي وې، خو انتخاباتي کمیسیون وايي چي ښايي ۳۰ فیصده رایي جعلي وي، او باید تصفیه سي.

نیویارک ټایمز لیکي چي دواړه کاندیدان د ګټلو ادعا کوي.