په انتخاباتو کي د بې ساري تقلب ځیني مثالونه، او د بایومټریک کمال
بغلان:
په لومړي سر کي د رایه ورکونکو شمېر ۱۵۵۰۰۰ ښودل سوی وو. خو اوس چي د بغلان ۷۰ ٪ رايي په بایومټریک چیک سوي دي، د بغلان د رایو شمېر ۲۹۰۰۰ ته راکښته سو. مانا څه د پاسه یو لک رايي باطلي دي.
پکتیا:
په لومړی سر کي ۱۶۱۰۰۰ اعلام سوي وې. خو اوس چي د پکتیا ۷۵ ٪ رايي په بایومټریک چیک سولې، د رایو شمېر ۳۷۰۰۰ ته راکښته سو. مانا څه د پاسه یو لک رايي باطلي دي.
کندهار:
په لومړی سر کي ۱۹۰۰۰۰ رایي اعلام سوي وې. خو اوس ۵۴۰۰۰ ته راکښته سولې. مانا یو لک رايي باطلي سوې.
ننګرهار:
په لومړی سر کي ۲۵۵۰۰۰ اعلام سوي وې. خو اوس د بایومټریک له کبله ۱۷۰۰۰۰ ته راکښته سوې.
هلمند:
په لومړي سر کي ۱۱۵۰۰۰ اعلام سوي وې. خو اوس د بایومټریک په وجه ۳۷۰۰۰ ته راکښته سوې.
منبع: د نیویارک د خبریال مجیب مشال ټویټر
واحد فقیري