خیسور خوښ کړئTwitterFacebook

ملګري ملتونه: په وروسیتو درو میاشتو کي ۴۳۰۰ افغانان زخمي او یا وژل سوي دي

 

ملګري ملتونه: په وروسیتو درو میاشتو کي ۴۳۰۰ افغانان زخمي او یا وژل سوي دي

م. م وايي چي د جولای او سپټمبر په میاشتو کي د ملکي افغانانو تلفات ۴۳۱۳ ول. مانا د ۲۰۱۹ په اولو نهو میاشتو کي څه د پاسه ۸۰۰۰ ملکي افغانان ټپي او یا وژل سوي دي.

م. م وايي چي د ملکیانو ۶۲ ٪ تلفات د مخالفانو په حملو کي پېښ سوي دي.

د امریکا او حکومتي ځواکونو په بریدونو کي د ملکي تلفاتو کچه ۲۶ ٪ جګه سوې ده.

م. م. پر ټولو جنګي خواوو باندي ږغ کوي چي د ملکيانو له وژلو څخه لاس واخلي. (رویټرز)

نوټ: کاشکي ملګري ملتونه پر عامو افغانانو باندي ږغ وکړي چي د خپل ژوند، عزت، او مال د ساتلو لپاره پراخو مدني اعتراضونو ته مخه کړي. امریکايي اشغالګران او د هغوی بومي مزدوران وغندي، او له طالبانو څخه د اوربند مطالبه وکړي.

واحد فقیي