خیسور خوښ کړئTwitterFacebook

پروفسور جانسن: د غني پوچ خولي چاپلوسان خپ دي

 

پروفسور جانسن: د غني پوچ خولي چاپلوسان خپ دي

د افغانستان د چارو مشهور امریکايي پروفسور، تامس جانس، په خپل ټویټر کي لیکي:

زه د ۲۰۰۴ راهیسي د افغانستان انتخابات مطالعه او څارم. سږ کال ما یو شی زده کړ، او هغه دا چي د غني پوچ خولي چاپلوسان سخت وار خطا او باوله ښکاري. هغوی لکه لیوني پر هر چا باندي حملې کوي.‌ خو اوس ما د بلاکولو مهارت زده کړی دی.

زما حدس دا دی چي غني پدې ورځو او شپو کي سم خوب نه لري، او هره شپه د ارګ پر پاسته پالنګ باندي نا آرامه او چورتي غځېدلی وي. بد او ډارونکي خوبونه ویني.

او ها، هغوی د انتخاباتو د مقدماتي نتایجو اعلان درې ورځي وځنډوی. ښايي دا کار غني ته د څه سا اخیستلو او استراحت کولو فرصت ورکړي. البته، که څه هم زه پدې برخه کي زیات نه پوهېږم، خو شکمن ضرور یم.

واحد فقیري