خیسور خوښ کړئTwitterFacebook

ایا تر کردانو راوروسته به د افغانستان نوبت وي؟

ښاغلی یونس په (د پلومات) کي د اکټوبر پر ۱۸ لیکي کله چي جمهورریس ټرمپ یو ناڅاپه له سوریې څخه د امریکايي عسکرو راایستل اعلام کړل،‌ له ډېرو خلګو سره دا پوښتنه مطرح سوه چي ایا هغه به افغانستانه هم ناببره راووځي؟

یونس لیکي چي که چیري ټرمپ له افغانستانه یو ناڅاپه راووزي، طالبان به د کابل حکومت رانسکوره کړي.

لیکوال لیکي چي د سوریې په مورد کي د ټرمپ فیصلې طالبان نور هم شیرک کړي دي، ځکه هغوی فکر کوي چي خبرو ته حاجت نسته، او نظامي کامیابي يې مسلمه سوه.

یونس کاږي چي هند به هم اوس دې نتیجې ته رسېدلی وي چي پر امریکا باندي باور کول د ځان غولول دي.

لیکوال لیکي لکه څنګه چي اوس ټرمپ د استیضاح سره مخامخ دی، هغه به لا هڅه وکړي چي په افغانستان کي ژر تر ژره کامیابي اعلام کړي، او خپل عسکر راباسي. لیکوال په اخر کي لیکي چي د سوریې د فیصلې سره سم متحده ایالاتو په جهان کي خپل اعتبار او حیثیت له لاسه ور کړ، او اوس دوست او دوښمن د امریکا د ملګرتیا په اړه شکمن دي.

واحد فقیري