سرتېرو د ټاکنوامنیت اوخپله بې طرفي وساتله
اېمل پیاوړی
د سږنیو ولسمشریزو ټاکنو پرمهال د زیاتو بریدونو او چاودنو احتمال موجود وو، ځکه چې له یوې خوا وسله والو طالبانو په دې اړه اعلامیه خپره کړې وه او له عامو خلکو څخه یې غوښتي وو چې په ټاکنو کې ګډون ونه کړي، کنه وبه وژل شي.
دویم دلیل یې دا وو چې د امریکا په ګډون هیڅوک د ټاکنو د ترسره کېدو پلوی نه وو، خصوصا د افغانستان سیاسیون اکثرو یې غوښتل چې د ټاکنو پر ځای د موقت حکومت یا کوم بل بدیل رامنځته شي، ځکه دوی په دې پوهېدل چې د ټاکنو له لارې یې ولسمشر غني څخه نشي ګټلی، په ځانګړي ډول د حامدکرزي په ګډون له حکومت څخه شړل شوي سیاسیون نه یوازې د موقت حکومت طرفدار و، بلکې د دې لپاره یې ډېرې هلې ځلې هم وکړې. حتی مسکو، دوحې او اسلام اباد ته یې سفرونه وکړل، مګر ولسمشر غني په وضاحت وویل چې جمهوریت زموږ سره کرښه ده او ټاکنې به خامخا ترسره کېږي، ځکه په افغانستان کې د واک د لېږد سوله ییزه لاره او د خلکو د ارادې د تمثیل ښه شېوه انتخابات دي.
نو د وسله والو طالبانو ګواښونو او د سیاسیونو د موقت حکومت لېونۍ مېنې دا بې باوري زیاته کړې وه چې ولسمشریزې ټاکنې دې پر وخت ترسره شي، مګر د ولسمشر غني تاکید او هلو ځلو او د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو اتلولیو او سرښندنو د ولسمشریزو ټاکنو لپاره نه یوازې زمینه برابره کړه، بلکې دوی په ډېره بې طرفۍ او په ټاکنو کې له لاسوهنې مه واره په ښه توګه د ټاکنو امنیت خوندي کړ.
ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو افغانانو او نړیوالو ته قناعت ورکړ چې انتخابات به د امن په فضاء کې ترسره شي ، په هغه سیمو کې چې د دولت مخالفینو حضور درلوده درې واړه ارګانونو په ګډه عملیات پیل کړل چې په پایله کې یې له مخالفینو ډېرې سیمې ونیولې او انتخابات یې د امن په فضاء کې ترسره کړل . دا له یوې خوا له جمهوریت څخه د خلکو ملاتړ او له بل لوري زموږ د امینتي او دفاعي ځواکونو قوت ښیي چې دښمن ته یې د دې اجازه ورنه کړه چې د ټاکنو ملي پروسه ګډه وډه کړي.