د امریکا د دفاع وزیر کابل ته رسېدلی دی. هغه وايي کېدای سي چي د امریکایی قواوو شمېر 8600 ته راکښته سي، او په هر حال کي د تروریزم پر ضد جنګ ته زیان و نه رسېږي. مګر د امریکایی عسکرو راکمول به د طالبانو سره تر مصالحې را وروسته وسي.
هغه زیاته کړه چي هدف د سولي یوه موافقه ترلاسه کول دي، او دا یوازنۍ لاره ده.