خلیلزاد به بلجیم، فرانسې، او روسیې ته سفرونه وکړي

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي چي د اکټوبر پر ۲۰ مه به د خلیلزاد په مشرۍ یو امریکايي ټیم برسلز، پاریس، او مسکو ته سفرونه وکړي.
خلیلزاد به په برسلز او پاریس کي د اروپايي اتحاد، ناټو، او ملګرو ملتونو له استازو سره وګوري، او د هغوی سره پر دې باندي خبري وکړي چي څرنګه په افغانستان کي د سولي هلي ځلي لا ګړندۍ کاندي.
خلیلزاد به په مسکو کي د روسیې او چین د خاصو استازو سره د افغانستان د جنګ د ختولو پر لارو چارو باندي خبري وکړي.
واحد فقیري