امریکا له افغانستانه په پټه خپل عسکر راباسي

نیویارک ټایمز د اکټوبر پر ۲۱ لیکي که څه هم د طالبانو سره د سولي موافقه نه ده لاسلیک سوې، خو امریکا له افغانستانه کرار کرار خپل عسکر راباسي.
جنرال میلر په یوه خبري کانفرانس کي وویل چي د امریکايي عسکرو په شمېر کي ۲۰۰۰ کموالی راغلی دی. او هغه امریکايي عسکر چي له افغانستانه راایستل کېږي، د هغوی د ځای د ډکولو لپاره به نور عسکر وا نه استول سي.
نیویارک ټایمز لیکي چي د دې خبري تصدیق هله وسو چي د امریکا د دفاع وزیر، مارک یسپیر، کابل ته راغلی.
اخبار لیکي چي له موافقې پرته د عسکرو راایستل به له طالبانو سره په مذاکراتو کي د امریکايي مرکه چیانو موقف لا کمزوری کړي.
اخبار لیکي چي له افغانستانه د امریکايي عسکرو خپ وتل دا ښيي چي ټرمپ پدې برخه کي جدي دی.
واحد فقیري