خیسور خوښ کړئTwitterFacebook

ولسمشر غني د هسکې مېنې پېښه یوه فاجعه وبلله

محمدبشیر یوسفزوی
د یکشنبې په سهار ولسمشر غني د لوړپوړي دولتي پلاوي په مشرۍ د ننګرهار ولایت هسکې مېنې ولسوالۍ ته ولاړ. یادې ولسوالۍ ته د تګ اصلي موخه د جودرې سیمې اړوند پر جامع جومات د وروستي تروریستي برید د قربانیانو کورنیو سره، غمشریکۍ او خواخوږي وه.
ولسمشر غني د قربانیانو د کورنیو او د شینوارو د مشرانو د زغم مننه وکړه او د هغې مینې او کلیمو مننه یې ورڅخه وکړه او دا یې د هغوی عظمت وګاڼه چې ده ته یې وکارولې. جمهوررئیس غني د قربانیانو کورنیو او د شینوارو مشرانو سره د خواخوږۍ او غمشریکۍ پرمهال وویل، دا یوازې ستاسو نه، بلکې زموږ ټولو شریک غم دی او سخت ورباندې غمجن یوو.  دا واقعیت دی ځکه چې ټول هیواد په دغه پېښه سخت خواشینی دی او د هر هیوادوال زړه یې سخت دردولی دی.
ښاغلي غني د قربانیانو د کورنیو د زغم او عظمت ستاینه وکړه او وې ویل، د قربانیانو د کورنیو د غم کمولو په موخه به دوی ته د یوې یوې نمرې ځمکې د ورکولو ترڅنګ د هغوی د کورنۍ غړي بیت الله شریف ته د عمرې او حج مراسمو د ادا کولو لپاره ولېږو. نوموړي پر جامع جومات شوی تروریستي برید چې یو شمېر هیوادوال په کې شهیدان او ټپیان شول د بشریت، انسانیت، اسلامیت او افغانیت پر وړاندې  ناوړه عمل وباله. هغه زیاته کړه، دا یوازې د دې واړه کلي غم نه دی، بلکې دا په ملي او بین المللي کچه یوه فاجعه ده چې په سختو ټکو یې غندو او زموږ زړور امنیتي او دفاعي ځواکونه به له عاملینو څخه د غچ اخیستنې په موخه  داعش او نورې تروریستي ډلې سختې وځپي.
هغه د داعش د ځپلو او ماتولو په برخه کې له امنیتي او دفاعي ځواکونو سره د شینوارو قوم همکارۍ څخه په مننې او ټینګار سره وویل، د شینوارو ټولې ولسوالۍ به د داعش او نورو تروریستي ډلو له پاتې شونو څخه پاکې شي.
ښاغلي غني دا هم وویل چې  د هیواد په ولسوالیو کې د جامع جوماتونو د جوړولو پروګرام کې به د شینوارو شپږو ولسوالیو ته لومړیتوب ورکړل شي او همدارنګه به اړوندې ادارې او مسوولین د دې ولسوالیو د ښوونځیو، د څښاک اوبو، روغتیایي او نورو ستونزو او اړتیاوو ته پر وخت رسیدګي وکړي.