خیسور خوښ کړئTwitterFacebook

د امریکا د دفاع وزیر: هدف سیاسي مصالحې ته رسېدل دي

د متحده ایالاتو د دفاع وزیر، مارک یسپیر، خبریالانو ته ویلي دي چي په افغانستان کي د امریکا هدف اوس هم یوې سیاسي مصالحې ته رسېدل دي. «ځکه دا تر ټولو ښه او غوره لاره ده.»

هغه وايي چي د طالبانو سره خبري او سیاسي موافقه د خارجه وزارت صلاحیت دی، خو هغه هیلمن دی چي یوه داسي سیاسي موافقه تر لاسه سي چي د امریکا د اهدافو سره اړخ ولګوي.

د امریکا یو عالي رتبه چارواکی وایي له سوریې څخه د امریکايي عسکرو راایستل پر دې دلالت کوي چي ټرمپ له افغانستانه د راوتلو په اړه خورا جدي دی.

واحد فقیري