امریکايي عسکر او جهان
واحد فقیرپ
متحده ایالات د نړۍ په ګوټ ګوټ کي (۲۰۰۰۰۰) دوه لکه عسکر لري. قریب یو لک يې په داسي ملکونو کي دي چي امن دي — لکه اروپايي او ځیني اسیايي هیوادونه چي له دوهم نړیوال جنګ راپدې خوا امریکايي عسکر هلته پراته دي.
په لسهاوو زره امریکايي عسکر په مینځني ختیځ کي دېره دي. لدې جملې څخه صرف یو څو زره د افغانستان، عراق، او سوریې په جنګونو کي مستقیما لتاړ دي.
د امریکا فوج په ګرده جهان کي قریب (۷۰۰) اووه سوه نظامي اډې، بېسونه، او سټېشنونه لري.