په کندهار کي دوه اختطاګران ووژل سول
د کندهار ښار د اوومي حوزې پولیسو هغه دوه اختطافچیان په یوه نښته کي ووژل، چي یو لس کلن هلک یې تښتولی وو.
اختطافچیانو دغه هلک په دوهمه حوزه کي له فاروقيه مدرسې تښتولی وو او بیا یې د پيسو غوښتنه ورڅخه کړې وه.
د اوومي حوزې امر هاشم رېګوال د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ شیبه مخکي د پنځمي حوزې په ښورندام سیمه کي پر اختطاف کوونکو عملیات وکړه، خو هغوئ پر پولیسو حمله وکړه او دواړه ووژل سو.
اختطافګرو تښتول سوی هلک له مخکي وژلی وو او په یوه کارټن کي یې اچولی وو.
جاوید تنویر