چین او بین الافغاني خبري
واحد فقیري
په چین کي به د بین الافغاني مجلس تازه ناسته د اکټوبر پر ۲۸ او ۲۹ باندي وي. د طالبانو ویاند سهیل شاهین وايي چي چین ملا عبدالغني برادر اخند او ځنیو نورو طالب چاروکو ته بلنه ورکړې ده. خو «ټول ګډوال په شخصي توګه ګډون کوي، او د افغانستان د مسلې د حل د لارو چارو په اړه به شخصي نظر ورکوي.»
سهیل شاهین وايي طالبان چمتو چي د امریکا سره د سولي خبري له هغه ځایه بېرته شروع کړي چیري چي وقفه په کښې راغلې وه.