خیسور خوښ کړئTwitterFacebook

د افغانستان د سولي په اړه د اروپا او امریکا ګډه اعلامیه

 

د افغانستان د سولي لپاره د اروپا او امریکا خاصو استازو د اکټوبر پر ۲۲ په برسلز کي غوڼده لرله. پدې مجلس کي د اروپايي اتحاد، فرانسې، جرمني، ایټالیا، ناروې، برتانیې، ملګرو ملتونو، او امریکا استازو برخه اخیستې وه. هغوی د خپل مجلس په آخر کي یوه اعلامیه خپره کړېده چي مهم ټکي یې دا دي:

– اکثریت افغانان سوله غواړي، او د جنګ ختمول غواړي.
– دوامداره سوله یوازي د خبرو او سیاسي مصالحې له لاري راتلای سي.
– افغان حکومت، طالبان، سیاسي مشران، او افغان مدني ټولنه سولي ته تشویقو.
– ټول اړخونه باید د تشدد په راکمولو کي جدي او لازم ګامونه واخلي.
– د افغان حکومت باید سمدستي د سولي لپاره یو جامع او افغان شموله ټیم وټاکي.
– افغان حکومت باید د اداري فساد سره جدي مبارزه وکړي. او ښه حکومتوالي تقویه کاندي.

واحد فقیري