خیسور خوښ کړئTwitterFacebook

د چین بین الافغاني غونډه

واحد فقیري

چین به د افغانستان د کشالي د ختمولو لپاره افغان رقیب سیاسي ډلي پر یوه مېز سره کښېنوي. د چین دا هلي ځلي د امریکا د کوښښونو سره موازي حرکت کوي.

د چین د خارجه وزارت ویانده وايي چي چین د افغان د سولي د پروسې حمایت کوي، او غواړي چي پدې برخه کي کومک وکړي.

طالبان اصراري کوي چي ګرده افغانان به په شخصي ظرفیت برخه په کښې واخلي، ځکه طالبان د کابل رژيم په رسمیت نه پېژني، او اشرف غني د امریکا ګوډاګي ګڼي.

د حامد کرزي ویاند وايي که چیري حامد کرزی دعوت سي، هغه به چین ته سفر وکړي.

اسماعیل خان وايي چي هغه به د دیرش کسیزه هیات سره یو ځای چین ته سفر وکړي. پدې هیات به د حکومت ځیني چارواکي هم شامل وي. (رویټرز)