نیویارک ټایمز: په افغانستان کي خلک (واټس آپ) څنګه استعمالوي؟
نیویارک ټایمز په افغانستان کي د (واټس آپ) د استعمال په اړه یو جالب رپوټ خپور کړیدی. اخبار لیکي چي هم حکومت، هم طالبان، او هم عامه خلګ واټس آپ کاروي.
طالبان او حکومت دواړه د خپلو مامورینو سره د واټس آپ له لاري تماس ټینګوي. د همدې لاري اوامر صادروي. او د یو بل له حاله ځان خبروي. نیویارک ټایمز لیکي چي جنرال رازق له واټس آپ څخه زیاته استفاده کوله.
دغه راز، نیویارک ټایمز کاږي کله چي به د قطر په خبرو کي وقفه یا تفریح راغله، طالب او امریکايي مرکچیانو به سمدستي خپل ټیلفونه راواخیستل، او د واټس آپ له طریقه به يې معلومات د نورو سره شریکول.
طالب چارواکي به د ودانۍ په جلا جلا ځایونو او پارکینګ لاټ کي ولاړ ول، او د واټس آپ له لاري به یې صوتي یا شفايي پیغامونه استول. خو امریکایانو به ټکسټ کاوه.
نیویارک ټایمز لیکي کله چي په ۲۰۱۷ کي په کابل کي ځیني مظاهرې وسوې، د کابل حکومت هڅه وکړه چي د واټس آپ جریان مختل کړي. څو ورځي د واټس آپ اپلکېشن چندان ښه کار نه کاوه. خو وروسته بېر ته سم سو.
د افغان حکومت یو چارواکی وايي،«که چیري موږ واټس آپ منع کړو، موږ به څرنګه خپل حکومت وچلوو؟»