خیسور خوښ کړئTwitterFacebook

امریکایې ځواکونو په ادلب کي د داعش مشر البغدادي وژلی دئ

جګپوړو امریکایې چارواکو د نوم نه ښودلو په شرط رسنیو ته ویلي، چي
امریکایې ځانګړو ځواکونو د داعش مشر ابوبکر البغدادي د سوریې په ادلب ولایت کي وژلی دئ.

څه ګړی وړاندي ولسمشر ټرمپ په ټویټ کي ویلي “خورا لویه کیسه پېښه سوې ده” خو نور جزیات یې نه دي ورکړي. ویل کیږي چي د امریکا پر وخت د یکشنبې د سهار پر نهه بجې به ولسمشر ټرمپ د خبري کنفزانس د لاري دغه خبر تاید کړي.