خیسور خوښ کړئTwitterFacebook

د چلي عام اعتراضونه

واحد فقیري

قریب دوې هفتې کېږي چي په چلي کي د حکومت پر ضد عام اعتراضونه شروع دي. په اولو ورځو کي، د چلي د خلګو دا مدني مظاهرې د ټرین د کرایې د زیاتوالي په خاطر پیل سوې، خو اوس مظاهره چیانو د برق د محصول د راکمولو، د معاشونو د جګولو، د بېکارۍ د راکمولو، او په کابینه کي د بنیادي بدلون مطالبې هم ور اضافه کړي دي.

که څه هم د چلي موجوده میلیارډر جمهورریس د اعتراض کونکو ټولي مطالبې ومنلې، خو د چلي مبارزینو خپلو اعتراضونو ته دوام ورکړی دی، او د ټول حکومت بدلېدل غواړي.

د چلي مظاهرې د اکټوبر پر ۱۸ پیل سوې، او تر اوسه پوري لږ تر لږه شل تنه اعتراض کونکي وژل سوي، او څه د پاسه ۲۰۰۰ توقیف سوي دي.

د چلي د خلګو اعتراضونو د چلي فاسد حکومت او جهانیان هک پک کړي دي. چلي د جنوبي امریکا یو باثباته ملک دی، او په لاتین امریکا کي یو شتمن او باسواده هیواد دی.

د چلي اعتراضونه هله پیل سول چي د پوهنتونونو محصلینو، د مکتبونو شاګردانو، ښاري طبقاتو، او اګاه منورینو د ټرین د کرايې د زیاتوالي په مقابل کي په سوشل میډیا کي مخالفت او کمپین شروع کړ.

د اعتراض کونکو یو محصل مشر وايي د حکومت په ساختار کي او اساسي قانون کي باید بنیادي بدلون او اصلاح راسي.

د عراقیانو او لبنانیانو د اعتراضونو په شان، د چلي مظاهرې هم بې رهبره دي. محرکه قوه يې د پوهنتونونو اګاه او مبارز محصلین دي. د جامعې ټولو طبقاتو برخه په کښې اخیستې ده. د اداري فساد، رشوتخورۍ، بېکارۍ، او د حکومت د بې کفایتۍ پر ضد عام اعتراضونه دي.

عراق او لبنان په څېر، پدې اعتراضونو کي د سوشل میډیا نقش بارز دی.