عراقي اعتراض کونکي بغداد لړزوي
عراقي اعتراض کونکي بغداد لړزوي
په داسي حال کي چي په لسهاوو زره عراقي مظاهرچیان د عراق د حکومت پر ضد په بغداد او نورو سترو ښارونو کي راوتلي دي، د عراق ستر روحاني او مبارز شخصیت، مقتدا الصدر، د عراق د سیاسي نظام د کامل او هر اړخېز بدلون ږغ کوي.
دا پنځمه ورځ ده چي عراقیان د مرکزي حکومت د اداري فساد، رشوتخوري، او بېکاري پر ضد مدني اعتراضونو ته مخه کړې ده. که څه هم عراق زیات تیل لري، خو د حکومت بې کفایتي، غلا، او فساد عراق په یو بې وزله ملک بدل کړی دی.
عراقي اعتراض کونکي وايي موږ یو نوی «نظام» غواړو. موږ یو نوی «آغاز» غواړو.
د عراق نشنلسټ او مذهبي شخصیت، مقتدا الصدر، په پارلمان کي پر خپلو سیاسي ملګرو ږغ کړی چي اوسنی صدراعظم پسي واخلي، او د عدم اعتماد رایه ورکړي.
عراقي مظاهرچیان په عراق کي د ایران د نفوذ مخالف دي، او په کربلا کي يې د ایران پر قونسلګرۍ باندي حمله کړې وه، او هلته يې د عراق بېرغ پورته کړی وو. د ایت الله خامنه اي عکس يې څېرلی وو.
پدې تاریخي اعتراضونو کي، د عراق ځوان نسل، محصلین، او ښاري طبقات پراخ حضور لري.
واحد فقیري