سیګار د افغانستان د نظامي وضع په باب نوی رپوټ خپور کړی دی. مهم ټکي دا دي:

واحد فقیري
سیګار د افغانستان د نظامي وضع په باب نوی رپوټ خپور کړی دی. مهم ټکي دا دي:
۱- پدې تېرو دریو میاشتو کي (جون – اګسټ) د دوښمن ۴۹ ٪ حملې موثري وې، او په افغان عسکرو، امریکايي عسکرو، او ملکي کسانو کي يې تلفات رامینځته کړي ول.
۲ – د تېر کال په پرتله (د جون ۱ – بیا اګسټ ۳۱ پوري) په افغان امنیتي قواوو کي تلفات ۵ ٪ زیات سوي دي. ۶۰ ٪ فیصده تلفات په دفاعي عملیاتو کي رامینځته سوي دي. افغان عسکرو کاملا دفاعي حالت غوره کړی دی.
۳ – په تېر دوبي کي، په افغانستان کي تشدد زیات سوی وو. د دوښمن په حملو کي ۱۹ ٪ ډېروالی راغلی وو. د جون ۱ – اګست ۳۱ پوري دوښمن ۷۱۸۳ حملې کړي وې.