په امریکايي عسکرو کي د سرطان زیاتوالی

واحد فقیري
په هغو امریکايي عسکرو کي چي په افغانستان او عراق کي جنګېدلي دي، د سرطان مهلکه ناروغي زیاتېږي. امریکايي ډاکټران وايي چي په متقاعدو عسکرو کي د سرطان د مریضۍ د ډېروالي یو مهم سبب په امریکايي اډو کي د کچرې سوزول دي.
پدې متقاعدو عسکرو کي د ویني سرطان (۲۰۰۰ – ۲۰۱۸) ۶۱ ٪ جګ سوی دی.
امریکايی ډاکټران وايي چي د افغان او عراق د جنګ په متقاعدو عسکرو کي د سرطان جګوالی د هغه لوګي سره تړاو لري چي د هغوی په اډو کي د کچرې د سوځولو له کبله مدام تولېدېږي.