امریکا د تاجکستان د سرحدي قواوو لپاره یوه پوځي اډه جوړه کړه

امریکا د نهه لکو ډالرو په لګښت د تاجکستان او افغانستان سرحد ته څېرمه د تاجکستان د سرحدي قواوو لپاره یوه اډه جوړه کړه. د دې اډې اصلي هدف د غیر قانوني تګ راتګ او د مخدره موادو سره مبارزه کول دي.
د امریکا او تاجکستان په ۲۷ کلنه یارانه کي، امریکا تر اوسه پوري قریب دوه ملیارډه ډالره د تاجکستان د اقتصادي، تعلیمي، او اجتماعي سکتور سره مالي مرستي کړي دي.
واحد فقیري