میدویدف: د شانګهای د همکاري سازمان دي د افغان اقتصاد په غښتلي کولو کي مرسته وکړي

د روسیې صدراعظم میدویدوف وايي چي د شانګهای د همکارۍ سازمان ته پکار ده چي د افغانستان د اقتصاد د پیاوړي کولو په مقصد ګډي پروژې عملي کاندي.
هغه وايي چي پدې برخه کي يې د ډاکټر عبدالله سره هم خبري کړي دي. میدویدف وايي افغانستان په اقتصادي بحران کي راګیر دی، او باید د سیمي په اقتصادي او سیاسي پروسې کي فعاله ونډه واخلي.
هغه وايي چي د تروریزم پر ضد باید ګډه مبارزه وسي.(تاس)
واحد فقیري.