د عراق، لبنان، او چلي مظاهرې

د عراق، لبنان، او چلي مظاهرې
څه وخت کېږي چي په لاتیني امریکا، هانګ کانګ، لبنان، عراق، مصر، او نورو ملکونو کي پراخ ولسي اعتراضونه روان دي. پدې ټولو ملکونو کي مظاهرچیان د خپل حکومت له رشوتخورۍ، اداري فساد، خویشخورۍ، بېکارۍ، او د حاکمانو د بې کفایتۍ پر خلاف راپورته سوي دي.
په عراق او لبنان کي په میلونهاوو خلګو پدې اعتراضونو کي برخه اخیستې ده. دا تاریخي اعتراضونه د لبنان او عراق له استقلال راوروسته تر ټولو ستر ملي او ولسي حرکتونه دي.
خو د افغانستان په ګرده تاریخ کي د سترو ولسي اعتراضونو سابقه نسته. چي دا ولي؟
افغانان په خپل ټول مبارزاتي تاریخ کي د همه شموله مظاهرو ګذشته نه لري. د دې ملي کمبودۍ علت څه دی؟
واحد فقیري