عراقیان د ایران پر ضد راپارېدلي دي
قریب یوه میاشت مخکي، عراقیانو خپلي تاریخي ولسي مظاهرې شروع کړې. تېره اوونۍ دوه لکه اعتراض کونکي په بغداد کي راغونډ ول، او د اشغالګرو پر ضد يې شعارونه ورکول. خو دا کرت عراقیان ایران ته اشغالګر وايي نه امریکا ته.
دمګړی، د عراق حکومت په ګرین زون کي پټ سویدی. یو وخت د بغداد په ګرین زون کي امریکايي اشغالګران له ډاره په غارونو ننوتلي ول.
اوس عراقي مظاهرچیان نارې وهي: «آزاد، آزاد عراق. ایرانه وځه، ایرانه وځه.»
یو عراقی وايي دا ځل د عراقیانو انقلاب د امریکا پر ضد نه، بلکي د ایران پر خلاف دی. دا کرت د عراقیانو پاڅون د کوم مذهب پر ضد نه دی.
خو د عراقیانو دا پاڅون د زاړه او ځوان نسل تر مینځ یوه مبارزه هم ده. د یوې فاسدي حاکمي طبقې او زلمي نسل تر منیځ یوه څرګنده مقابله هم ده.
د امریکا د اشغال راهیسي، د عراق اوسنۍ حاکمه طبقه شتمنه او چاغه سوې ده، خو عام عراقیان غریب او نېستمن سوي دي. په بل عبارت، د عراقیانو اوسنی ملي پاڅون طبقاتي بعد هم لري.
عراقي اعتراض کونکي وايي چي اوسنی رژیم فاسد دی. یو مظاهرچي وايي،«کله چي زه د انجینرۍ له پوهنځی څخه فارع سوم، ما د تیلو په وزارت کي د کار لپاره اپلای وکړ. هغوی زما څخه ۷۵۰۰ ډالره رشوت وغوښت.» هغه وايي دونه زیاتي پیسې یې نه لرې، او اوس په آزادو ساختماني کارونو بوخت دی.
کله چي په ۲۰۰۹ کي، امریکا له عراقه شاتګ وکړ، د ایران اخوندانو په عراق کي خپل نفوذ لا پراخ کړ. او د ایران د سپاه انقلاب د ځواکونو مشر، جنرال قاسم سلیماني، په عراق کي په یوه بانفوذه شخص بدل سو.
یو ځوان اعتراض کونکی ښاغلی جمال وايي،«زه کولای سم چي یوه ورځ، دوې ورځي، یوه هفته، یو کال او حتی د ۵۰۰ کالو لپاره خپل اعتراض ته دوام ورکړم.»
واحد فقیري