خیسور خوښ کړئTwitterFacebook

له بیاشمېرنې وړاندې د تقلبي رایو د بشپړې تصفیې په اړه د ثبات او همپالنې ټیم د رهبري شورا دريځ

د ثبات او همپالني ټيم د رایو د بیا شمېر په اړه رسنیو ته دغه اعلامیه لېږلې ده.

د ثبات او همپالنې ټیم رهبري شورا د سه شنبې په ماښام ( ١٣٩٨عقرب ١٤مه ) خپله فوق العاده ناسته د هېواد د ملي او سیاسي شخصیتونو په ګډون او د ثبات او همپالنې ټیم د مشر ډاکټر عبدالله عبدالله په مشرۍ وکړه.

رهبرۍ شورا د تخنیکي ټیم د ارزونې له رپوټ وروسته د خلکو له پاکو رایو څخه د تقلبي رایو د جلا کولو او تصفیې په برخه کې د شته ستونزو په اړه خپل دریځ په قاطعیت سره په لاندې ډول بیانوي:

١- د ټاکنو محترم خپلواک کمېسیون دې د رایو له بیاشمېرنې وړاندې ټولو هغو قانوني او معقوله لاینحله غوښتنو ته چې د ثبات او همپالنې ټیم له لوري د رایو د تصفیې په اړه په مکتوبي ډول ورسپارل شوي دي، رسیدګي وکړي.

٢- څلور ډوله عمده تقلبي رایې په هېڅ صورت د منلو وړ نه دي. د ثبات او همپالنې ټیم هماغه ډول چې په وار وار یې د خلکو له پاکو رایو څخه د دفاع لپاره قاطع عزم اعلان کړی او په دې برخه کې یې د افغانستان خلکو ته ژمنه ورکړې، یو ځل بیا خپله ژمنه تازه او ټینګار کوي چې په دې برخه کې که له کمېسیون او یا هر ادرس څخه تخلف کېږي، بې تفاوته نه پاتې کېږي.

٣- څلور عمده موارد عبارت دي له: ۱۳۷۶۳۰ ـ هغه رایې چې د درملوګ دستګاه په قرنطین برخه کې قرار لري؛

۱۲۰۰۱۲ ـ هغه رایې چې له وخت بهر دي ( د تلې په شپږمه د سهار له اوو بجو وړاندې او د هماغې ورځې له پنځو بجو وروسته استفاده شوي دي)؛

عکس له عکس څخه او تکراري عسکونه چې د غیر تفکیک د غیر معیاري ستنډرډ له امله تر اوسه تصفیه شوي نه دي.

هغه له ۷۰۰ ډېرې دستګاوې او میموري کارتونه چې ورک شوي دي چې له بده مرغه بایومیټریکي معلومات یې د محاسبې اساس دی خو نور په اختیار کې نشته.

٤- د ټاکنو قانون او طرزالعملونو بې طرفانه تطبیق، په لومړي قدم کې له مجموعي رایو څخه د تقلبي رایو تصفیه کول او د محلاتو او مراکزو په تفکیک سره د بایومیټریک ماشین پراساس د باقیمانده معتبرو رایو د ارقامو اعلانول د ټاکنو د خپلواک کمېسیون له اصلي دندو څخه دي. د ټاکنو له محترم کمېسیون څخه په ټینګار غواړو چې د ناپېیلتوب اصل په نظر کې نیولو سره، د خلکو د رایو او ارادې د امانت دار په توګه، له پاکو رایو څخه د څلورو ذکرو شویو مواردو تقلبي رایو د تصفیه کولو په برخه کې، د ټاکنو د قانون، طرزالعملونو او لوایحو له صریح نص سره په مطابقت کې، سریع اقدام وکړي.
۵- له کمېسیون غواړو چې هر څه عاجل زموږ قانوني غوښتنو ته په مکتوبي ډول قناعت کوونکی ځواب راکړي.

۶- یو ځل بیا ټینګار کوو چې د ثبات او همپالنې ټیم د درغلیو او په درغلیو د سترګو پټولو په مقابل کې په هېڅ صورت او په هیڅ شرایطو کې بې تفاوته نه پاتې کېږي.

د ثبات او همپالنې ټیم رهبري شورا