خیسور خوښ کړئTwitterFacebook

پاني پت دهند دمظلومانو د نجات جګړه وه !

پاني پت دهند دمظلومانو د نجات جګړه وه !
كله چې همایون مغل د پښتنو دازلی دښمن ایران په مرسته په هند کې خپل رقيبان يعنې پښتانه د هند د سیاسي ، اقتصادي او نظامي واکمنۍ څخه ليري کړل او پر هند يې مغولي واکمني قايمه کړل نومغول شاهان هم د دوى د هميشني عادت مطابق په عيش او عشرت کې ډوب شول او د هېواد چاري د څو غوړه مالانو او چپلوسانو پلاس ورغلي اوپه مرور دزمان مغول شاهان تش په نامه پاچاهان شول او د هند په ستر هېواد کې پر هر لورنا ارامۍ شروع شوي.
په هند کې دمرهټانو،سیکانو او راجپوتانو د چور او چپاول په وجه د هند ټول وګړی په هر دین اوهر مذهب چی وه مسلم او غیری مسلم ټول ډیر په عذاب شول د هيچا سر، ناموس، عزت اومال محفوظ نه وو .
په دې وخت کې د هند ستر ملت د خپل سر ،ناموس ،عزت او مال د ساتلو په خاطر د اوميد سترګي د پښتونخوا پلازميني قندهار او د پښتنو ستر او عادل پاچا احمد شا بابا ته وراوښتي وی .
د هند زياتو مشرانو مخصوصا دهند د مسلمانانوستر مذهبی مشر شاه ولي والله ډهلوی و احمد شا بابا ته ليكونه او پيغامونه راوليږل او د هغه څخه يې هيله وکړه چې د هند ملت ته د غلو او چپاول ګرانو څخه نجات ورکړي .
احمد شاه بابا هم د هند دمظلومانود نجات او دپښتنو د امپراطورۍ د نړيوالو زمواريو د سرته رسولو په خاطر د هند پر لور روان شو.
د پاني پت پر ميدان دمرهیټه جنګیالی عسکروشمیردوه لکه او پنځوس زرو اودهغو د لوجستکی او حمایوی پر سنل سره یی شمیر تقریباً یو میلون ته رسیدی.
خو دلوی احمد شاه بابا سره ټولټال شپیته زره سپاره او پیاده عسکر موجود وه.
احمد شا بابا په خپل نظامي نبوغ ، لوړ همت او تدبير په شپيته زره فوځيانودهند په خاوره کښی دمرهیټه ټوټال یو میلیون فوځ ته داسې ماته ورکړل چې د هند او نړۍ په تاريخ کې بل داسې مثال نه ليدل کېږي .
په دې جنګ کې دښمن ته ډیر زیات ځانی تلفات واوښتل اوافغان فوځ پدی جنګ کې ددښمن دوه ويشت زره فوځيان دجنګي بنديانو په ډول ونيول .
احمد شاه بابا ددكن يو پښتون محمد ابراهيم ګاردي چې د څلويښت زره فوج سره د مرهټيانوملګري وو ،او د افغانانو پر ضد جنګيدي واحمد شاهي جرګې ته معرفي کړي .
احمدشاه بابا ابراهيم نومي بندي ځکه ونه بخښي چې هغه يو پښتون وو
اوداحمد شاهی فوځ پرخلاف د مرهیټه فوځ سره ملګري شو او تر هغه وخته يې د مرهټانو په نفع او د پښتنو پر خلاف جنګ وکړي ترڅو دافغانانو دخوا په جنګ کې اسیر ونیول شو.
احمدشاه بابا دټولو اسیرانو د جملی څخه تنها دا پښتون اسیرچې د افغانانود دښمنانو په قطار کې د افغانانوپر خلاف جنګيدي د پښتنوجرګې ته وړاندي کړي او د هغه د سرنويشت په باره کې يې د پښتنو د جرګې راي وغوښتل .
احمد شاهي جرګې دا ملی خاین پښتون دپښتو اوپښتونولی د قانون له مخی محاکمه کړی .
د پښتو او پښتونولی قانون د ملی خاین په باره کښی دا سی وایی:
“ هر هغه پښتون چې د پښتنو د دښمنانو په قطار کې دخپلو پښتنو وروڼو په مقابل کې جنګيږي ، د پښتو او پښتونولي د قانون پر اساس دا کس يو بې ننګه او ملي خاين دي اوددی قانون پر اساس د ملي خاين سزامرګ دي . “
د احمد شاهي جرګې د فيصلي پر اساس ابراهيم ګاردی د ملی خیانت په جرماعدام شو.
داحمد شاه بابا څخه وړاندی نادر افشار او تیمورلنګ هم ډهلی نیولی وو اوپه لسګونو زره هندی نظامی او ملکی اسیران یی د هندیانو په وړاندی قتل عام کړی وه، په هفتوبه په ډهلی او نورو نیول شوو ښارونو کښی د عامو هندی وګړو قتل عام روان وو،خولوی احمد شاه بابا (22000) زره مرهیټه جنګی اسیران ټول وبخښل او ازاد یی کړل.
د احمد شا بابا د پاني پت جنګ د هند په تاريخ کې د( مها بهارت ) تر جنګ وروسته تر ټولو ستر جنګ بلل کېږي .
نن سبا چی دپخوانیو ماته خوړلو مرهیتیانو زامن دهندی ناسیونالستانو په څیره کښی پر هند حکومت کوی دا طبعی خبره ده چی د پانی پت پر میدان دخپلو نیکونوشرمناکی تاریخی ماتی ته به حتماً یو ژړپر توګ وراغوندی .
پر همدی اساس یی تقریباً یو میلیارد هندی روپی د(پانی پت) په نوم پر یو فلم مصرف کړی تر څو ددی فلم په زریعه خپل نیکونه په ښه ډول معرفی کړی او زمونږ نیکونه په منفی ډول نړۍ ته معرفی کړی.
که داحمد شا بابا بچیانو هم د ترکانو،ایرانیانو،هندیانو او دنړی د نور ناسیونالیستانو څخه زده کړه کړیوای او د خپل هیواد او ویاړلی ملت دافتخاره ډک تاریخ یی د فلمونو او سریالونو په ډول خپل ملت او نړۍ ته معرفی کړیوای څومره به ښه وای.
خو په ډیر افسوس سره باید ووایو چی زمونږ د پردیو په لاس کښینول شوی واکمنان په سل ګونو میلونه ډالره پر داسی انتخاباتو لګوی چی د بسوګۍ د واده په شان یی شا او مخ نه معلومیږی.
ځینو فاسیدو چارواکو او ددوی متحدینوپه میلیاردونو ډالره د ملت څخه غلاشوی پیسی د هیواد څخه دباندی ولیږلی اونن خپل عیش او عشرت په کوی ، خو د خپل د تاریخ او ملی ویاړونو په باره کښی حتی په خوله هم ښه خبره نه کوی اوکه یی کله خبره وکړه نو بیا خپل تاریخی ویاړونه تحریف او تخریبوی.
دافغانانوداوسنی جنریشن زوړنسل خوزما په شمول دخپل ملت او تاریخ د پاره څه مثبت کار ونکړی،خوځوان نسل ته اومید شته چی د خپل نیکه او بابا یعنی میرویس نیکه او لوی احمد شاه بابا پر لاربه ولاړشی او دهغوی دسپیڅلی هیواد افغانستان اوافغان نجیب ملت تاریخی ویاړونه به وساتی او نړۍ ته به یی په ښه ډول معرفی کړی .

عبدالحکیم نورزی: د ملي امنیت شورا پخوانی مرستیال