خیسور خوښ کړئTwitterFacebook

داعش د تاجکستان پر یوې پوستې برید کړیدی

 

د تاجکستان چارواکي وايي د داعش افراطيانو د تاجکستان پر یوې سرحدي پوستې باندي حمله کړېده. پدې برید کي لږ تر لږه ۱۷ کسان وژل سويدي. داعش د دې حملې مسولیت لا نه دی منلی.

دا حمله پداسي وخت کېږي چي فقط دوې مخکي امریکايي ځواکونو د داعش مشر ابوبکر البغدادي په سوریې کي وواژه.

د تاجکستان د داخله وزارت ویاند وايي،«دا خلګ ښايي زموږ خپل ښاریان وي.»

افغان چارواکي وايي چي دا داعشیان د کندوز له سیمو څخه تاجکستان ته ور اوښتي دي. د قلعه ذال ولسوال وايی هغوی دوې هفتې مخکي د ننګرهار له ولایته کندوز ته ور رسېدلي ول.

تاجکستان یو غریب هیواد دی. نهه میلونه نفوس لري. او د ۱۹۹۰ په کلونو کي داخلي جنګ په کښې روان وو.

په افغانستان کي د داعش د جنګیالیو شمېر قریب درې زره تنه تخمینېږي، او اکثره داعشیان د تاجکستان او ازبکستان خلګ دي. (نیویارک ټایمز. نومبر ۶، ۲۰۱۹)
واحد فقیري