خیسور خوښ کړئTwitterFacebook

د امریکا د سې شنبې په انتخاباتو کي ۲۶ تنه مسلمانان انتخاب سويدي

واحد فقیري

په امریکا کي د نومبر د ۵ په انتخاباتو کي ۸۱ مسلمان کاندیدانو برخه اخیستې وه، او د هغوی له جملې څخه ۲۶ تنو په خپلو ایالتونو کي انتخابات وګټل.

خو د سږ کال (۲۰۱۹) د انتخاباتو په ترڅ کي، ۳۴ امریکايي مسلمانانو ایالتي او محلي انتخابات ګټلي دي. د ۳۴ کامیابو کاندیدانو له جملې څخه ۱۶ تني مسلماني ښخي دي.

په ایالتي او محلي انتخاباتو کي د امریکايي مسلمانانو دا پررنګه حضور دا ښيي چي هغوی د امریکا په سیاست کي کرار کرار ور داخلېږي، او خپل حضور تثبیتوي.

د سې شبنې په انتخاباتو کي، ۲۳ کلنه دیموکرات صفیه خالد، چي اصلا د سومالیا ده، کامیابه سوه. هغه د مېن په ایالت کي ښاري شورا ته انتخاب سوه. د کمپېن په جریان کي د اغلي صفیه خالد حریف پر هغې باندي زیاتي نژادي حملې کولې، خو بیا هم هغې انتخابات وګټل.

د ورجینیا په ایالت، اغلې غزاله هاشمي لومړی مسلمانه ښځه ده چي د ورجینیا په ایالتي سنا کي سناتوره کېږي. همدا راز، اغلې ابرار اومیش د ورجینیا د فېرفکس د ولسوالۍ د مکتب بورډ ته کامیابه سوه.

دغه راز، ۲۳ کلنه سومالیا الاصله، نادیه محمد، لومړۍ مسلمانه ښځه ده چي د مېن په ایالت کي ښاري شورا ته کامیابه سوه.

بل پلو، ۳۴ کلن سوډان الاصله، چاول ماجوک، د نیویارک ایالت د سیرکیوز په ښار کي کامیابه سو.