نیویارک ټایمز: د تیري هفتې تلفات

تېره اوونۍ په سراسر افغانستان کي لږ تر لږه ۲۹ عسکر/پولیس ۳۴ تنه ملکي کسان وژل سويدي. تر ټولو مرګانۍ حمله په تخار کي وه. هلته طالبانو د پولیسو پر یوې پوستې باندي حمله وکړه. دې نښتي پنځه ساعته دوام وکړ. پدې حادثه کي، اته تنه عسکر/پولیس ووژل سول.
په بغلان کي، د طالبانو د سړک د غاړي بم اته تنه ملکي کسان ووژل، او شپږ نور يې ټپیان کړل. دغه راز په تخار ولایت کي د طالبانو د سړک د غاړي بم پنځه تنه ماشومان ووژل.
واحد فقیري