طالبانو د پکتیا د محکمې درې قاضیان او یو کار کوونکی وژلي دي

نن پنجشنبه غرمه مهال د کابل- ګردېز پر لویه لار د لوګر ولایت د محمد آغې ولسوالۍ په مربوطاتو کې د پکتیا ولایت د استیناف محکمې درې تنه قاضیان او یو تن کارکوونکی د طالبانو له خوا وژل شوي دي. دغه پېښه غرمه مهال رامنځته شوې.
۱. نورالله قرباني ولد خیرالله
د استیناف محکمې د جزا د دیوان رئیس
۲. ذین الله حافظي ولد شکرالله، د پکتیا ولایت د استیناف محکمې د دیوان جزا قاضي
۳. محمد ایمل ولد محمد سالم، د استیناف محکمې د امنیت عامه د دیوان قاضي
۴. سید کبیر، د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالی د مخنیوي د دیوان مامور اجرایه