د عمران خان او مولانا پهلواني
دا لسمه ورځ ده چي په اسلام آباد کي د مولانا فضل الرحمن په مشرۍ د «آزادي» په نامه اعتراض جاري دي. د عمران خان او مولانا سیاسي مقابله یوه حساس پړاو ته داخله سوې ده.
اوس ګرده عالم دېته انتظار باسي چي د عمران خان او مولانا تر منیځ به پدې مسابقه کي اول څوک سترګي و رپوي. داسي ښکاري چي د مولانا ډېزل ختمېږي. او د اسلام آباد د اوسېدونکو حوصله هم تمامېږي.
څرنګه چي په اسلام آباد کي موسم بدلېږي، او هوا سړه سوېده. د مونالا د مارش ځینو غړو د اعتراض ځای په پټه د شپې په تیارو کي خپ خپ خوشي کړیدی، او خپلو ښارونو ته په منډه ستانه سويدي.
بلخوا، د مولانا پلویان ادعا کوي چي ۵۰۰۰ لیلامي کوټونه او جاکوټونه يې د خپلو ملګرو د ګرم ساتلو په خاطر اسلام آباد ته استولي دي، خو پر لاري باندي يې ټرک له باره سره ورک سوی دی!
واحد فقیري