خیسور خوښ کړئTwitterFacebook

عراقیان د سیاسي انقلاب مطالبه کوي

هره ورځ، د بغداد په شمول د عراق په سترو ښارونو کي په لسهاوو زره اعتراض کونکي خپلو تاریخي مظاهرو ته دوام ورکوي. دا اعتراضونه د عراق په تاریخ کي بې ساري دي.

څرنګه چي د عراق مظاهرې څرګند ایراني ضد اړخ لري، نو لهذا تهران يې سخت اندېښمن کړیدی. او د ایران حاکم اخوندان هڅه کوي چي د عراقیانو روان اعتراضونه سخت وځپي.

د عراقیانو پدې تاریخي اعتراضونو کي تر اوسه پوري لږ تر لږه ۲۶۴ کسان وژل سوي او څه د پاسه ۱۲۰۰۰تنه ټپي سویدي.

د عراق مرکزي حکومت شاتګ کړیدی، او ځوانو مظاهرچیانو د ښارونو د پاکولو دنده پر خپله غاړه اخیستې ده.

مظاهرچیان د بغداد او نورو لویو ښارونو په چوکونو کي اشپزي کوي، او هر ځای د وریجو او غوښو دیګونه باندي دي. مظاهرچیانو سماوارونه دم کړي دي، او ستومانه یارانو ته چای ورکوي.

د عراق نفوس ۴۰ میلونه دی، او ۶۰ ٪ يې هغه ځوانان دي چي د صدام حسین رژیم يې په یاد نه دی. د عراقیانو اوسني عام اعتراضونه د اکټوبر پر ۱ شروع سول. پدې اعتراضونو کي محصلین او ځوانان عمده نقش لوبوي.

عراقیان وايي چي د بغداد رژیم فاسد، رشوتخوره، بې کفایته، او د پردو مزدور دی.

واحد فقیري