د بولیویا جنجالي انتخابات
د بولیویا جمهورریس اعلام وکړ چي د خلګو د اعتراضونو د آرامولو په خاطر به نوي انتخابات وکړي. جمهورریس مورالیس د تېرو انتخاباتو راوروسته ځان کامیاب اعلام کړ، خو بین المللي ناظرینو د انتخاباتو نتایج ناسم وبلل، او د نویو انتخاباتو مطالبه يې وکړه.
د ښاغلي مورالیس سیاسي قدرت هله لړزانه سو چي د بولیویا پولیس د مظاهرچیانو سره یو ځای سول. دغه راز، د بولیویا فوج هم په روان سیاسي جنجال کي خپله بې طرفي اعلام کړه.
قریب شل ورځي کېږي چي په بولیویا کي د انتخاباتو جنجال ځیني خلګ اعتراضونو ته اړ کړيدي.
بولیویا د جنوبي امریکا یو غریب هیواد دی. د ثروتمن او غریب تر مینځ تفاوت خورا زیات دی. مدام د طبقاتي ټکر سره مخامخ دی. قومي اختلافات په کښي موجود دي.
واحد فقیري