خیسور خوښ کړئTwitterFacebook

په امریکا کي یوازیتوب

 

قریب ۲۵ ٪ امریکایان یوازي ژوند کوي. یوه امریکايي سندره وايي،«یو تر ټولو یوازي او تنها لمبر دی.» څه د پاسه نیم بالغ امریکایان متاهل نه دي.

امریکايی ډاکټران وايي کله نا کله د ناروغانو د زکندن پر مهال یوازی دوی ورسره وي. د ناروغ هیڅ خپلوان نه وي.

یوازیتوب په خلګو کي فشار، هېره، د زړه امراض، او نور رواني ناروغۍ ډېروي. په امریکا کي، د تریاکو د معتادانو د اپیډمیک او د زیاتیدونکي خود کشی یو ستر عامل یوازیتوب دی.

د سوشل میډیا زیات کارول د خلګو یوازیتوب لا ډېر کړیدی. سوشل میډیا ځینو تنها او یوازي خلګو ته ګروم ور اچولی دی، ځکه هغوی د سکرین پر مخ د نورو کسانو خوشحاله عکسونه او ویډیوګاني ویني، مګر دوی یوازي په کوټه کي ناست وي. همدا خبره د هغوی یوازیتوب او غم لا ور زیاتوي.

په غرب کي، برتانیه لومړی ملک دی چي د یوازیتوب لپاره وزارت لري. اوس، کاناډا، جرمني، نیوزیلنډ، استرالیا هم هڅه کوي چي د یوازیتوب سره د مبارزې لپاره وزارتونه تشکیل کړي.

واحد فقیري