د بولیویا جمهورریس استعفا وکړه
د بولیویا چپ جمهورریس ښاغلي مورالیس وروسته له هغه استعفا وکړه چي په تېرو انتخاباتو کي يې د پراخ تقلب کیسه رسوا سوه. دغه راز، د بولیویا اکثریت خلګو، پولیسو، او اردو هم د مورالیس د استعفا ږغ پورته کړ.
مورالیس یو وخت په خپل وطن کي سخت محبوب وو، او ۱۳ کاله جمهورریس وو. هغه په خپله دوره کي اقتصادي رشد او انکشاف راوست، او د اقوامو تر مینځ يې نابرابري کمه کړه. هغه د بولیویا لومړی سور پوستکی جمهورریس وو.
مورالیس د خپلي استعفا پر مهال وویل،«زما، وروڼو او خویندو، زموږ مبارزه دلته نه ختمېږي. د بولیویا غریبان، کارګران، او اجتماعي حرکتونه به د سولي او مساوات لپاره خپلي تاریخي مبارزې ته دوام ورکړي.» هغه زیاته کړه،«خو دا استعفا ما سخت زهېروي، او زړه مي سخت خوږېږي.»
د بولیویا اعتراض کونکي نارې وهلې،«دا کیوبا نه ده. دا وینزویلا نه ده. دا بولیویا ده. او بولیویا ته باید احترام وسي.»
د ښاغلي مورالیس استعفا د لاتیني امریکا د روان اجتماعي او سیاسي بحران یوه بارزه بېلګه ده. د لاتیني امریکا په زیاتو ملکونو کي د فاسدو او بې کفایتو حکومتونو پر ضد پراخ اعتراضونه روان دي.
همدااوس، د لاتیني امریکا اګاه او مبارز ځوانان ګرده ګرده لاتینه امریکا لړزوي.
واحد فقیري